تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې بهیر

1024x768


 

 

کیسه د لوستلو لپاره ده او ښه لوستل هم غوره کولو او کره کتنې ته اړتیا لري؛ دا ځکه چې غوره کول هم د یو څه په اړه قضاوت ته اړتیا لري او کله چې قضاوت شو بیا نو دقت هم په کار دی او په تیره بیا ادبي قضاوت آسانه هم ندی. کله چې یوه کیسه لوستل کیږي او په پای کې په یوه جمله کې ویل کیږی چې دا کیسه یا ښه وه او خوندوره یا هم بې مزې وه دې ته هم لومړنی نقد یا کره کتنه ویل کیدای شي. فکر کیږي چې کره کتنه هم له کیسه لیکنې سره مله پیل شوې او له کیسې سره هغې هم خپل ادلون بدلون منلی دی.

لیکوال او کره کتونکی اسدالله غضنفر باوري دی چې د شلمې پیړۍ منځني وختونه وو چې په کوزه پښتونخوا کې د پښتو لنډې کیسې کره کتنې جدي بڼه ښکاره کړه او په وروستیو کې په افغانستان کې هم د لنډې کیسې کره کتنې خپل جدي ځای ونیو، او زما له شخصي انده چې ښايي شپیتمه کلیزه به یادیږي چې دلته په کابل کې دې چارې وده کړې وي، په هر حال د هغه په وینا لکه د نور هر بدلون په څیر د لنډې کیسې کره کتنه هغه مهال او اوسمهال هم توپیر لري یعنې هغه څیزونه چې پخوا د یوې ښې لنډې کیسې لپاره مطرح وو اوس ډیرې نورې مسلې هم پرې ورزیاتې شوي دي.

د لنډې کیسې لیکوال نصیر احمد احمدي هم خپلو تجربو ته په پام سره وايي چې روانه لسیزه د افغان کیسه لیکوالو لپاره ښه لسیزه وه ځکه لس کاله وړاندې ګرانه وه چې په یوه لیرې پرته سیمه کې  داسې یو څوک پیدا شي چې په لنډه کیسه وپوهیږي او یو نوی لیکوال خپله نوې لیکلې کیسه ورته ښکاره کړی، خو اوس د لیکوالانو لپاره بیلابیلې زمینې شته او دې زمینو د کره کتنې لپاره فرصت برابر کړی.

د پښتو لنډې کیسې کره کتنې ته پخوا لدې امله چې دولت تر یوې کچې پام کاوه او په ټوله کې یې د ادبیاتو ملاتړ کاوه خو اوس په پریکند ډول لدې برخې د دولت ملاتړ بند شوی نو په پراخه کچه د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې فرصتونه هم محدود شوي دي چې اسدالله غضنفر دا فرصتونه په درې ډوله ویشي:

لومړی ادبي بهیرونه او هغه خوځښتونه دي چې د لیکوالانو او شاعرانو لخوا په پلازمینه او ولایتونو کې په داوطلبانه ډول پر مخ ځي چې پکې تر ډیره پورې د لنډې کیسې د کره کتنې زمینه برابریږي.

دوهم ډول يې رسنۍ دي چې تر ډیره په خپلو ادبي خپرونو کې دا کار کوي او پدې ډول د کره کتنې لړۍ دوی ژوندۍ ساتي او که څه هم دا خپرونې ډیرې محدودې دي خو له دې امله چې د دې محدودو خپرونو د اوریدونکو یا لیدونکو ساحه پراخه وي اغیز یې هم پراخ وي.

درېیم ډول یې د انټرنیټ پر مخ د لیکوالانواو کره کتونکو لخوا د کره کتنې هڅې دي چې تر ډیره لیکوالان هڅه کوي دلته خپلې کره کتنې یا هم د لنډې کیسې پر لیکلو فني معلومات وړاندې کړي، چې زما له خپله نظره د کره کتونکو او لیکوالانو د شخصي لیکنو او مقالو بهیر هم سړی په دریمه ډلبندۍ کې ور ګډولای شي.

د لنډې کیسې په کره کتنه کې د کیسې د سبک، پلاټ، کرکټرونو، سسپنس او کښښ، پیغام، لیدلوري، ډیالوګ او د کیسې نور عناصر د کره کتونکي په نظر څیړل کیږي او په اثر کره کتنه کیږي. اسدالله غضنفر باوري دی چې د پښتو لنډې کیسې ډیری کره کتونکي د نورو عناصرو په پرتله د متن، کښښ او ریښتیا ته د نږدې والي په څیر ټکو ډیر ټینګار کوي پداسې حال کې چې د هغه له نظره د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې په برخه کې د ډیالوګ او لیدلوري ته هم ډیر پام وشي.

د لنډې کیسې لیکوال ډاکټر محب الله زغم د پښتو لنډې کیسې په کره کتنه کې ډیر پرمختګونه مني خو یوه څیز ته اشاره کوي او وايي چې اوس کره کتونکي تر ډیره احتیاط کوي او دې ته په پام سره چې له لنډې کیسې سره د نوو لیکوالانو آشنايي پخه نده په هماغه کچه کره کتونکي هم د کره کتنې پر مهال له کوچنیو موضوعاتو څخه تیریږي.

خو نصیر احمد احمدي بیا پدې اند دی چې د پښتو لنډې کیسې په کره کتنې کې ستونزې زیاتې دي ما د احمدي له خبرو څخه داسې اخیستون درلود چې له یوې خوا که د لنډې کیسې په لیکنه کې پوخوالی تر اوسه نوی دی له بلې کره کتنه هم هماغه راز کمزورې ده هغه ماته وویل چې داسې نوي لیکوالان هم پیژني چې له کره کتنې وروسته یې بیا کیسه هم لا پرې ایښې ده.

کابو درې واړه؛ اسدالله غضنفر، نصیراحمد احمدي او محب الله زغم پدې اند دي چې تر دمګړۍ هغه ډول کره کتنه چې د پښتو لنډې کیسې لپاره بایده ده تر اوسه نشته ده، د دوی د نظرونو له اوریدو سړی دې پایلې ته رسیدای شي چې کره کتنه اوس یواځې په عمومياتو نښتې ده، اوسنۍ کره کتنه یواځې په ډیرو سترو مفهومونو خبرې کوي او دا خبرې هم تر ډیره د ټولو کره کتونکو تر منځ سره ورته دي.

نصیر احمد احمدي چې پدې وروستیو کې د لنډې کیسې د لیکنې په اړه هم یو کتاب لیکلی یو ښه وړاندیز کوي او وايي راځئ د خپلو کیسه لیکوالو د کیسو تر څنګ د لویدیځوالو تیارې چاڼ شوې او چمتو شوې کیسې چې تر ډیره خپل قوت هم لري هغه کره کتنې ته وړاندې کړو، د هغه په اند دا به ددې په پرتله چې یوه پښتو لنډه کیسه چې موږ لیکلې او کره کتنې ته وړاندې کړو یو څه ډیر اغیز ځکه ولري چې د هغوی تجربې له موږ زیاتې دي او هغوی خپلې کیسې منلې او موږ کولای شو لدې بهیر څخه ډیر څه زده کړو.

درې واړه د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې راتلونکي او ګانده ته هم ډیر ښه نظر لري، دوی باوري دي چې د پښتو لنډې کیسې تیر چټک مزل ته په پام سره هم د کیسه لیکنې او هم د لنډې کیسې د کره کتنې دا ګام نور هم چټک کیږي او ښه راتلونکې د آثارو پنځونکو ته اټکل کوي، د دې تر څنګ درې واړه په ډاډ سره وايي چې تر دمګړۍ اوسنۍ کره کتنې هم په پښتو لنډه کیسه خپل فوق العاده اغیز درلودلی او دا اغیز په راتلونکو نسلونو او د لنډې کیسې په نوو لیکوالانو ډیر د پام وړ دی.

د غضنفر صیب په خبره لکه څرنګه چې په لنډه کیسه او د لنډې کیسې په اړه اوس د اذهانو توپیر ګورو په هماغه ډول د کره کتنې په اړه هم توپیر کتلای شو، یو وخت ما خپله شخصاً د یو شمیر زیاتو محدودیتونو په اړه اوریدل چې د لنډې کیسې معیارونه دغه دي او هغه دي، دا خبرې هغو کسانو کولې چې ویلای شم دوی که پاخه لیکوالان وو خو له لنډې کیسې سره یې د نوې آشنایۍ نوي تارونه غځولي وو، د تفکر دا دود کابو اوس نشته چې د کره کتونکو په اړه به یو ځانګړی فکر موجود وو چې دوی به ډیر لږ هم وو او هغه هم لدې امله چې یواځې دوی به کولای شول مثلاً کره کتنه وکړي پداسې حال کې چې دا بهیر اوس په سمه او نیغه ملا په جرات لارې ته د برابریدو په حال کې دی.

خو د لنډې کیسې په کره کتنه کې ځینې نازکۍ شته چې د کره کتنې پر مهال ورته پام فوق العاده ډیر مهم دی لکه دا چې کره کتونکی باید لومړی اثر په ژور ډول درک کړي او بیا یې په اړه نظر ورکړي، لکه دا چې ښايي کوم کره کتونکی د یوې لنډې کیسې په مکالمو یا ډیالوګونو په ډول نظر ورکړي او پرته لدې چې د هغې کیسې د کرکټرونو ټولنیز حالت په پام کې ونیسي.

په نړیواله کچه د لنډې کیسې د کره کتنې لپاره ځینې عمده پوښتنې او ښايي ووایو معیارونه په پام کې نیول شوي لکه د پلاټ په برخه کې دا پوښتنې له کره کتونکي سره تر ډیره مطرح کیږي چې کرکټر څوک دی؟ کمکش چیرته دی او په کومو کومو څیزونو کې پروت دی؟ پیل، منځ او پای يې څرنګه دی؟ د پیښو تسلسل پکې څرنګه دی؟ د کښښ لپاره کومې لارې پکې کار شوې او اغیزمنې دي کنه؟.

د کرکټرونو په برخه کې ورسره ډیری دا پوښتنې مطرح کیږي چې د کیسې لید له کوم کرکټر څخه دی؟ لیکوال د کرکټرونو د لوڅلو لپاره څرنګه کار کوي؟ د کرکټرونو له تضاد څخه څنګه استفاده شوې؟ آیا هر کرکټر په کافي توګه روزل شوی او ډراماټیزه شوی کنه؟ او یا هم دا چې کرکټرونه سمې او د منلو وړ انګیزې لري کنه؟.

د لیدلوري په برخه کې دا پوښتنې پیدا کیږي چې لیکوال له کوم لید څخه کیسه کوي؟ د لید بدلون د منلو وړ دی کنه؟ آیا په کیسه کې سمبولونه کارول کیږي او دا سمبولونه په کومه موخه دي او د لید په زاویه کوم اغیزونه لري؟ او داسې نور.

دغه راز د پیغام او د عاطفې او فانتیزي په برخه کې د کیسې تله څرنګه ده؟ پیغام څرنګه رسیدلی؟ عاطفه څرنګه کارول شوې او له فانتیزي څرنګه استفاده شوې؟

یاهم نورې کلي پوښتنې دي چې کره کتونکي يې د لنډې کیسې د کره کتنې پر مهال پوښتي لکه دا چې د دې لنډې کیسې اصلي ځانګړنه پلاټ او سوژه ده که کرکټر او یاهم کوم بل عنصر؟ یاهم دا چې زمان او مکان په دې کیسه کې څرنګه ساتل شوی؟ د کیسې سبک څه شی دی؟ عنوان او نوم یې څرنګه دی؟ کومې برخې پکې زیاتې وې او کومې پکې کمې دي؟ کوم پیغام چې بایده وو رسیدلی کنه؟ او یا هم دا چې آیا دا کیسه په همدې یو ځل لوستل کیدو ارزیده یا هم نه ارزیده او یا به یې هم بیا ولولئ کنه؟.

دا هغه پوښتنې دي چې په ټول کې د لنډې کیسې د کره کتنې پر مهال یاد ته راځي خو پښتانه کره کتونکي تر دمګړۍ د لندې کیسې په کره کتنه کې ډیر ژور لید نه کاروي، اسدالله غضنفر هم د پښتو لنډې کیسې کره کتونکي په دوه برخو ویشي او وايي یو شمیر له کره کتنې سطحي تیریږي خو یو شمیر نور بیا د کره کتنې لپاره ډیره هڅه کوي چې هغوی د لنډې کیسې د بهیر په ښه والي هم مثبت اغیز ښندلی دی.

په پای کې په یوه جمله کې لیکلی شم چې ما خپله ډیر وخت په پښتو ژبه کې د لنډې کیسې په نامه لیکل وکړل حتی چاپ هم شول خو ښايي زما خپله سستي هم تر یوې کچې وه چې تر نن ورځې پورې مې حتی یوه کیسه هم چا د کره کتنې په دود ونه لوستله زما تجربه راته امر کوي چې ووایم یو له هغو لاملونو چې له لنډې کیسې سره مې لیوالتیا کمه شوې همدا مسله ده چې نه پوهیږم زما لیکلي لنډه کیسه ده که نده؟ له بلې خوا کله چې ما د غضنفر، احمدي او زغم نظرونه واوریدل دې پایلې ته ورسیدم چې که څه هم پدې برخه کې پراخې هڅې شوې او تر ډیرې کچې پورې لیکوالانو پدې برخه کې خپلې هڅې کړې دي خو دا خلا تر اوسه په جدي ډول پاتې ده، د نورو ادبي ژانرونو په اړه نه پوهېږم خو د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې بهیر هماغه راز له اړتیاوو ډک پاتې دی.

+ نوشته شده در  Mon 10 Oct 2011ساعت 14:34  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

+ نوشته شده در  Mon 14 Feb 2011ساعت 18:9  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

د واورین سهار قتل


 

لنډه کیسه

 

سترګې یې له خوبه ډکې وې، ځان یې آرام د کړکۍ خواته کش کړ، په کوټه د درنې تیارې په لور له کړکۍ څخه تتې رڼاګانې غځېدلې وې او نور یې د شپې زړه ورمات کړی وو، له خولې شوې ښیښې څخه بهر څه نه مالومېدل، لاس یې پرې راتېر کړ او د خپل لاس د کښ په اندازه یې بهر په سپینو واورو سترګې ونښتې چې لا هم اورېدله، ځان یې سره کش کړ د کړکۍ هغې او دغې خواته یې وکتل څوک نه مالومېدل، لږ وروسته یې فکر شو چې د سترې کورتۍ او سترو سترو موزو او غټ څادر سړی دروازې ته ورنږدې شو او دروازه یې وډبوله نور نو شاته شو او کړکۍ ته مخامخ ودرېده.

په کوټه کې ناست کس چې له کړکۍ یې د بهرني سړي حرکات په ځیر ځیر څارل د سګریټو ډبی ور خواته کړ او یو سګرېټ یې روښانه کړ، بهر کس هم چې له سر څخه تر پښو یې ځان کلک نغاړلی وو په واورو باندې یې پښې ډبولې او لاسونه یې چې په دستکشونو کې وو خولې ته نیولي وو، شنې سترګې یې له خولې څخه په پورته کېدونکو تاوونو کې خولې شوې وې او د لوړې پزې پر سر تور خال او کمې ږیرې یې هم نور دواورې رنګ ځان ته خپل کړی وو، بیا راوړاندې شو او دروازه یې وډبوله او بیرته شاته په خپل ځای ودرېده او ژر ژر یې پښې په ځمکه ډبولې او سترګې یې په کړکۍ او دروازه کې ګنډلې وې.

په کوټه کې ناست سړي بیا په آینه لاس را تیر کړ، لدې سره بهر ولاړ کس چټک د آینې په طرف رامنډه کړه، آینې ته مخامخ ودرېده، د کور له ننه خوا څخه هم ولاړ کس چې بې ویښتانو ککرۍ یې د واورې سپینو رڼاګانو ته برېښېدله او تور رنګ سرې سترګې او ګڼه ږیره یې د ښیښې په هغه ځای کې چې په لاس یې پاکه کړې وه ور ونیول او بهر یې ولاړ کس ته وکتل، پرته لدې چې څه ووايي د پوښتنې په علامه یې سر ورته وخوځاوه.

بهر ولاړ کس په لوړ آواز د کړکۍ په لور له اشارې سره جوخت وویل

-         کړکۍ خلاصه کړه

په کوټه کې ولاړ سړي د نه په علامه سر ورته وخوځاوه، وروسته یې بیا پرته لدې چې څه پوښتنه ترې کړې وي د ښیښې له هغې خوا د بهر کس سترګو ته متوجه شو، بهر ولاړ کس هم شاوخوا وکتل نور نو کړکۍ ته را نږدې شو او په لوړ آواز چې د ننه په کوټه کې ولاړ کس یې واوري ویې ویل:

-         شریف دلته ندی راغلی ؟

د دې جملې به اورېدو سره په کوټه کې د ولاړ سړي تندی ګونځې شو او لکه چې وارخطآ شوی وي د کړکۍ پلې ته یې لاس ور وغځاوه او خلاصه یې کړه له واره یې پوښتنه وکړه:

-         ولې خیریت خو دی؟

-         بېګا له خپلو ملګرو سره ووت تر اوسه ندی راغلی، ټوله شپه ناکرار وم اوس دلته راغلم ما ویل که دلته راغلی وي.

په کوټه کې ولاړ کس په ژور چرت کې ډوب شو، سګرېټ یې خولې ته کړ او له اوږده کش وروسته یې خوله له کړکۍ وایستله او لکه چې کس ته له نږدې پټه خبره کوي له کړکۍ ور وغځېده، شاوخوا یې وکتل او ویې ویل:

-         څوک او څوک وو؟

-         ما ونه لیدل، خو بېګا راغلل دروازه یې وډبوله شریف خپله ور ووت، له هماغې دروازې یې راغږ کړل چې زه بېرته راځم دروازه یې پسې بنده کړه نور لاړ، تر اوسه یې پته را ونه لګېده.

په کوټه کې ولاړ کس په سوچ کې شو، له کړکۍ را شاته شو او کړکۍ یې بنده کړه، سګرېټ یې د سترې بخارۍ په یوه کونج وموږه او له وړاندې دېوال څخه یې خپل آویزان شوی اوږد تور کوټ را واخیست، جرابې او نورې جامې یې واغوستې او په منډه منډه له دروازو ووت او بهر یې په واورو ګامونه پورته کړل، پورته یې د آسمان په لور وکتل، اوس اوس د سهار رڼاګانې ښايي په راپورته کېدو وې ځکه چې په توره تیاره او اورښت کې هېڅ هم نه مالومېدل، نوي راوتلي کس بهر ولاړ کس ته لاس ورکړ او پرته لدې چې نورې خبرې وکړي دواړه روان شول.

څه لاره تللي وو، شین سترګي ځوان چې نور یې نو په سر او ځان د واورو سپین څپر پروت وو له تاوده کس څخه چې لاسونه یې د تور اوږده کوټ په جیبونو کې ننه ایستلي وو پوښتنه وکړه:

-         ښه اوس چېرته روان یې؟

-         ورځو دکان ته کنه

-         په دکان کې څه کوو؟

ته وا سړی د دې پوښتنې په اورېدو سره له غوسې اور اخلي په چټکۍ یې د واورو ډک ځوان په لور مخ وګرځاوه او ودرېده، په غوسه یې ورته وویل:

-         ته بیخي لکه چې له عقل څخه خلاص یې، آخر زما که شریک دی ستا ورور دی، بېګا چې روانېده دومره خو به دې کتل چې څوک دي او چېرې یې بیايي، ته بیخي ماته بل رنګ انسان ښکارې.

لومړني ځوان څه ونه ویل شاوخوا یې وکتل، په چټکۍ د موټر په تللو کشو کې روان وو، څه شېبه یې همداسې لاره لنډوله چې لومړي ځوان بیا پوښتنه وکړه

-         خو اوس په دکان کې څه کوو؟

-         دکان ته ورځم چې خاورې پر سر باد کړم، طلافروش د شپې له کوره بېول کېږي ورورجان یې سبا پرې خبرېږي...

لدې سره په ځای ودرېده، څه شېبه په چرت کې وو او مخامخ یې لوړ ځوان ته وکتل، لکه چې ویرېدلی وي، شاوخوا یې وکتل او بېرته د خپل کور په لور په بیړه روان شو، بل ځوان هم بېرته چټک پسې روان شو خو ځوان کس په هغه پسې د رسېدو لپاره د موټر په کشو کې منډه پسې واخیسته خو هغه کس په بیړه ځان د خپل کور مخې ته ور رساوه او د کور د دروازې په پرانستلو بوخت شو، څو یې دروازه پرانستله هغه ځوان هم پسې را ورسېده او له لومړني کس سره یوځای د کور په دروازه ننوت.

هوا هم آرام آرام د رڼا کېدو په لور لاړه، په کور کې په لوړ آواز د دواړو کسانو خبرې پیل شوې، دواړه کسان په کوټه کې یو بل ته مخامخ ولاړ وو، هسې ښکارېدل لکه له یو او بل څخه چې ویرېږي، څه شېبه یې خبرې وکړې نور نو لومړني ځوان چې په شنو سترګو کې یې سرخۍ غځونې کړې وې له جیب څخه چاقو را وایست، د دوهم کس چې په چاقو سترګې ولګېدې منډه یې کړه خو دروازې ته په رسېدو پرې له شانه د ځوان کس د چاقو ګوزار وشو او ښکته راوغورځېده، نور نو ځوان ورته ودرېده او خبرې یې ورسره پیل کړې.

وهل شوی کس چې برېښېدونکی تندی یې خولې وو، په سختۍ یې سترګې پرانستلې او بندولې، د څه ویلو شیمه یې نه درلوده، غوښتل یې څه ووایي خو ویې نشو کولای، پدې کې دروازه وټکېده، ځوان ورغی په کړکۍ د وختوني کس د لاس له کشې یې بهر وکتل، لوړ ځوان چې هغه هم وارخطا مالومېده کړکۍ ته مخامخ ولاړ وو، په کوټه کې ولاړ ځوان د وختوني کس په څیر سګرېټ را واخیست او بل یې کړ، څه شېبه یې په کړکۍ کې د وارخطا ځوان تماشا کوله وروسته یې په ښیښه لاس را تېر کړ، له دې سره ځوان د ښیښې لور ته ورمنډه کړه، او له ښیښې د ننه یې په لوړ ځوان کې سترګې وګنډلې، په ځوان یې له سترګې لګېدو سره دواړه لاسونه په سر ووهل او ته وا ټول توان یې له پښو او بدن څخه تللی، په واورو کې کېناست، په کوټه کې د ننه ولاړ ځوان کړکۍ پرانستله او بهر کس ته یې وکتل:

-         ولې شریف جانه لکه چې ډېر خپه شوې؟

بهر ځوان د واورو په سترو سترو اورېدونکو څپرکو کې پورته د آسمان په لور وکتل، اوږد اسوېلی یې وکړ او بیا یې په کوټه کې د ولاړ کس په لور وکتل:

-         څه خو به دې ورته ویلي نه وي؟

-         نه یواځې دومره مې ورته وویل چې شریف جان د شپې لخوا ورک وو، لومړی درباندې خپه شو خو وروسته په ځان ووېرېده له نیمايي لارې کور ته راوتښتېده، هغه هم تا غوندې هوښیار او ځیرک دی، کور ته مې را ورساوه دلته مې په دکان کې خپله برخه ترې واخیسته.

د وروستۍ کلمې له اورېدو سره بهر په واوره کې ناست ځوان بیا دواړه لاسونه په سر وټکول، سوړ اسوېلی یې وایست شاوخوا یې وکتل په سترګو کې یې اوښکې را وګرځېدې، په کوټه کې د ننه ولاړ سړي به هم کله په دروازه کې پروت کس ته چې وینې یې نورې د غولي منځ ته را رسېدلې وې وکتل او کله به هم بهر د ناست ځوان د اوښکو پاکولو او پزې کشولو غږ ته چرت یووړ، بهر ځوان له ځایه پورته شو او په نیول شوي ستوني یې وویل:

-         قاتله! ته خو په هیڅ نه یې بند خو دا هر څه به ما درکړي وو...

په کوټه کې د ننه ولاړ کس چې په وارخطایۍ به یې کله په دروازه کې د پراته کس په لور کتل او کله به یې بهر د واورو د سترو اورېدونکو څپرکو په منځ کې ولاړ کس ته په غوسه ناکه لهجه وویل:

-         خو تا ویل چې شریک مې بې انصافه دی، ستا حق مې ترې واخیسته، بل دا چې نور نو دکان زما او ستا خپل شو...

لدې خبرې سره یې بهر ولاړ ځوان ځمکې ته لاس کړ، واورې یې راپورته کولې او په ښیښه یې ور ویشتلې، له څو توپونو وروسته تېږه په لاس ورغله هغه یې هم را جګه کړه او د کوټې ښیښه یې پرې وویشتله، لدې سره یې غږ جګ شو او په کوټه کې ولاړ کس هم د دې حالت په لیدلو سره منډه کړه، بهر ولاړ ځوان هم چېغې پیل کړې او د نورو کورونو په لور یې ورمنډه کړه.

یو کس تر مخ وو او بل تر شا، د مخې ځوان چې ژړل یې په لوړ آواز نارې کړې

-         هلۍ د خدای لپاره دا قاتل دی، زرین یې مړ کړ اوس غواړي ما هم ووژني

شاتنی کس ودرېده، سر یې وخوځاوه، له ډېرې غوسې یې هومره په زوره چیغه وکړه چې څو یې په کومي کې ځاییده:

-         شریفه!!!!!!!!!!! ودرېږه!!!!!

خو شریف نه درېده او مخ پر وړاندې یې منډې وهلې، څه شېبه وروسته د وختوني کور مخې ته د پولیسو موټر ولاړ وو، خو د واورې څپرکی په هماغه راز په بیړه ځمکې ته را تویېدل او د سهار وختي پېښې د خلکو پلونه یې آرام آرام ډک کړي وو.

 

+ نوشته شده در  Mon 6 Dec 2010ساعت 9:59  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

د سفر پېښه

 

لنډه کیسه

 

د سړک له غاړې د خټینو دوه دریو کوټو تر مخې ګڼ موټرونه ولاړ وو او ګڼ خلک هم سره ښورېدل، د خټینو کوټو له لوري تر سړک پورې غاړه د لوړ غره پر سر د لمر وروستۍ وړانګې نور د ټولېدو په حال کې وې، او څو ګامه وړاندې د دوه غرونو د پوزو د لګېدو په سیمه کې د تنګي په خوله کې دواړو غاړو ته به کله کله د شخصي جامو د وسله والو کسانو د غوسې نارې هم پورته شوې. د خټینو کوټو تر مخې خلک ځینې په اودسونو بوخت وو او ځینې هم هلته او دلته په لمانځه ولاړ وو، له تور غځېدلي سړک څخه هم یو یو موټر وړاندې د تنګي په خوله کې د وسله والو کسانو لخوا راګرځول کېده او د خټینو او بیروبار کوټو مخې ته به درېده.

په شاوخوا کې ژوره تیاره خپره شوه او د خټینو کوټو د ننه څراغونه بل شول، د کوټو د ننه سولېدلی فرش هوار وو او خلک هم پرې لیکه لیکه ناست وو، په اوږده لویه کوټه کې څو ځایه تیلي خیرن څراغونه له خپې او تتې رڼا سره روښانه وو او خلک هم ډېری په چرت کې آرام ناست وو.

څه شېبه وروسته بهر د باران شرنګی هم پورته شو او د خلکو په منځ کې یو آرام شور هم پورته شو، د لویې کوټې په پاسني سر کې دوه خیرن کسان راښکاره شول، هغه یوه یې په لوړ آواز وویل:

-         کتارونه جوړ کړﺉ ډوډۍ تیاره ده

خلک هم سره وښورېدل، نري خړ دسترخوان ته یې د اوارېدو ځای ورکړ، خلک یې هم یوې او بلې خوا ته کېناستل او د دروازې په لور یې سترګې کږې شوې. بهر د باران شرنګی او د ننه د خلکو ګنګوسه په منظم ډول د کوټې په خلکو خپرېده، ته وا ځانګړی ډار په خلکو واکمن دی ټولو یوه بل ته ځیر ځیر کتل، ځینې ځینې به سره په خپلو کې ګړېدل او ځینو به د کړکیو په لور د باران په شرنګي پسې پام ګرځاوه، له دروازې څخه د ډوډۍ کتار را روان شو، هر سړي ته به یوه کوچنۍ کاسه او یوه ټوټه ډوډۍ کېښودل شوه او هغه به هم له وار سره پرې شروع کوله.

د کوټې په پاسني کونج کې ناستو دوه ځوانانو د ټولې کوټې خلک یو یو له نظره تېرول، ډېری خلکو هم په دوی کې نظر ګنډلی وو، په همدې کتار کې څو نور کسان هم ناست وو چې کله کله به یې لدې ځوانانو سره د لارې په اړه خبرې کولې، خو ځوانان ډېری په خپلو کې سره بوخت وو او د شاوخوا خلکو په ځیرځیر نظرونو یې چرت نه واهه.

ځوانانو د ناستو خلکو تر منځ په پاکو جامو، خرېلو ږیرو، سپینو رنګونو او حیران حیران نظر له نورو خلکو ژر پام ځانته ګرځاوه، لومړی یې ډوډۍ ته په ځیر ځیر وکتل او بیا یې نورو خلکو ته په کتنې سره خپله هم په ډوډۍ خوړلو بوخت شول، کله کله به یې یو بل ته وکتل او کله به یې په حرص سره کاسې ته وچه ډوډۍ ورښکته کړه، د کونج ځوان دا بل ته ور په غو شو.

-         یاره د باران او وحشت شپه ده خو دا خیرنه ډوډۍ ګوره هېڅکله به چېرې ډوډۍ داسې خوند نه وي کړی

مخامخ ناست ځوان موسکی شو، څه یې ونه ویل او ډوډۍ خوړلو ته یې دوام ورکړ.

ډوډۍ ختمه شوه او د خلکو له منځه دسترخوان او د چای ګیلاسونه هم ټول شول، ځینې خلک بهر ته ووتل خو چې پورته کېدل به خپل څادرونه به یې په خپل ځای کېښودل او یا به یې د څنګ کس ته وویل چې د هغه په ځای فکر وکړي.

د دوه ځوانانو تر منځ د کونج ځوان ځان سره کش کړ، کله به یې کړکۍ ته وکتل او کله به یې خپل ملګري ته، ملګري ته ورپه غوږ شو.

- راځه یو ځل بهر ووځو!

ملګري یې شاوخوا وکتل لنډ ځواب یې ورکړ

-         دا ځای چې ورک کړې والله بهر به دې ځای وي

ځوان سترګې او وروځې سره کش کړې او بېرته یې دېواله ته تکیه وکړه، د دوی له کتار څخه هم دوه کسان پورته شول او بهر ووتل، ځوان د هغوی پښو ته کتل چې په بیروبار کوټه کې د خلکو تر منځ وړاندې روانې وې، بیا یې خپل ملګري ته ور په غوږ شو

-         هغه دي زموږ د موټر سپرلۍ هم څو کسه شته هغوی ته به ووایو چې زموږ ځایونه وساتي.

ځوان هغوی ټول له نظره تېر کړل، د ټولو په نظر کې ځانګړې پوښتنې وې، هغوی دوه ځوانانو ته حیران کتل او بیا به په خپلو کې سره وپسېدل او بیا به موسکي شول، مخامخ ځوان له لږ ځنډ وروسته وویل:

-         ته ووځه زه به دې ځای وساتم خو که ژر راشې!

ځوان سر وخوځاوه او بهر ووت، په کوټه کې پاتې شوي ځوان هم په خلکو کې سترګې وګنډلې او د کوټې له یوه سره یې پیل کړ د کوټې تر بل سر پورې هر سړی یې ځانګړی ځانګړی له نظره تېر کړ. د چا سترې سترې لنګوټې پر سر وې او غټ څادرونه یې له ځانه تاو کړي وو، څوک خپلو پنډکیو ته په ډډه وو او چا هم د نصوارو ستر قوطي په لاس کې هغې او دې خواته اړول را اړول. ډېر ځنډ وشو ډېری خلک بېرته کوټې ته را ننوتل خو د ځوان د ملګري پته ونه لګېده، هر سړی چې به کوټې ته را دننه شو، په مخامخ کونج کې ناست ځوان به په غور سره له نظره تېر کړ، خو څه پته ونه لګېده.

د اوږدې کوټې په پاسني سر کې بیا دوه د خیرنو اږدو وېښتانو خاوند ځوانان را ښکاره شول او لکه چې وختي یې د ډوډۍ وویل هغسې یې د خوب لپاره هم معلومات ورکړل، او ټولو خلکو ته یې وویل چې هر سړی په خپل ځای وغځېږي او ویده شي، خو د کونج ځوان په دروازه کې سترګې وې، او راننوتونکي کسان یې له نظره تېرول، په کوټه کې بیروبار شو او له لمانځه وروسته هر سړی په خپل ځای کې آرام را چپه شو او له لږ ځنډ وروسته یې د خرهار آواز هم پورته کېده.

په کونج کې ناست ځوان خپل د څنګ ملګري ته په آرام غږ وویل:

-         وبښه دغو څادرونو ته فکر کوه زما ملګری ورک شو یو ځل هغه پسې ورځم.

د څنګ اوږده غځېدلي سړي هم ورته مخامخ وکتل او د هو په علامه یې سر وخوځاوه، ځوان هم په بیروبار کې له کوټې څخه ووت.

بهر د باران اوبه هغه او دغه ځای ډنډ مالومېدې، شاوخوا هم څوک نه ښکارېدل، ځوان په بیړه بیړه شاوخوا له نظره تیر کړ او د خټینو کوټو په مخ کې له ولاړو موټرونو څخه وړاندې تیر شو، له لیرې پرې غږ وشو

-         آهای صبر څوک یې؟

-         ملګری مې ورک دی

-         ځای پر ځای ودریږه زه راځم

ټوپکوال په توره شپه کې مخامخ په ځوان را روان وو او مخامخ لوړ ځوان ته ودرېده، په ستره کورتۍ د اغوستي څادر لاندې یې ټوپک را کوز کړ او لاس یې پرې تیکه کړ

-         چېرې دې ورک کړ؟

-         له کوټې راوتلی دی بېرته رانغی

-         څه وخت؟

-         له ډوډۍ وروسته

-         همدلته چېرته په موټرو کې به وي را به شي، ځه لاړ شه امنیتي وضعه ښه نده، غله زیات دي، که له غلو خلاص شې دا وړاندې پولیس دې هم په توره شپه کې بیا نه پرېږدي، هغوی ګوره ډز کوي، ځه لاړ شه بل ځای به ناست وي تا به نه وي لیدلی...

مخامخ لوړ ځوان یې خبرې پرې کړې

-         زه وایم نشته ورک دی بهر را ووت ته وایې رابه شي دلته بهر پشۍ هم نه ښکاري نو څه شو؟

سړي په غوسه ټوپک را پورته کړ او لوړ ځوان یې په مخ وټپاوه

-         درته ومې ویل چې اعصاب مې مه خرابوه ځه لاړ شه تللی به وي

-         چېرې؟

-         خو په دې موټرو کې به تللی وي لږ وختي درې موټرونه لاړل ویل یې چې ناروغان راسره دي له هغوی سره به تللی وي

-         هغه زما ورور وو یواځې نه تلو

ټوپکوال شاوخوا وکتل اسوېلی یې وایست، په وړاندې کس یې غږ وکړ

-         صبوره! هغې خواته کوم څوک ندی درغلی؟

-         یا

ټوپکوال څو شېبې شاوخوا وکتل بیا یې آرام مخامخ ځوان ته وکتل او ویې ویل

-         ځه ته لاړ شه ویده شه که اوس پیدا نشي سهار به پیدا شي، حالت ښه ندی نور دې بهر نشم پرېښودلای ځه لاړ شه

ځوان بیا هم هغه خوا دې خوا کتل او په ژړغونې لهجه یې وویل:

-         غلو نه وي بېولی؟

-         نه که خدای کول غله نشته، ځه دلته چېرته به وي ته به ترې ورک شوی یې سهار به پیدا شي، ځه اوس لاړ شه

ځوان شاوخوا وکتل او آرام په ګڼو موټرونو کې تیر شو، د خټینې کوټې په مخ کې څه شېبه ولاړ وو شاوخوا یې له نظره تېره کړه بیا یې په زوره نارې کړې

-         بریالیه! بریالیه! بریالیه!

کوم غږ یې وانه ورېده، د سړک لخوا څخه د هماغه ټوپکوال غږ راغی

-         ځه ته لاړ شه زه یې ګورم که پیدا مې کړ راولم یې، ځه اوس لاړ شه ته ځان ورسوه، ځه نور

ځوان په بیړه د سترې کوټې دروازه پرانستله، نېغ یې هغه کونج ته وکتل چې له خپل ورور سره پکې ناست وو، په کونج کې خلکو په ځانونو څادرونه کش کړي وو خو د هغوی د دواړو څادرونو ځای خالي وو، بیا یې سر وخوځاوه او په ټوله کوټه کې یې په تیت پرک پرتو کسانو نظر واچاوه، ټول ویده وو، یواځې څو کسان د کوټې په هغې او دې خوا کې سره ناست او څراغونه هم تت شوي وو او د خلکو د خرهار غږ په ټوله کوټه کې خپرېده.

ځوان په کونج کې غلی کېناسته، ډېره شېبه په چرت کې وو، بیا یې د څادر پیڅکه ورپورته کړه او اوښکې یې پرې پاکې کړې، د کړکۍ تتې رڼا او د څراغونو په کوچنیو رڼاګانو کې یې سترګې ګنډلې وې او د خلکو د درانه خوب خرهار ته یې غوږ نیولی وو.

بهر به کله کله غږ وشو، د سپیو غپا هم نوره د کوټې په غږونو زوروره شوه او ښه سمه اورېدل کېده، ځوان هم نور د پټې خولې ژړا یو څه پورته کړه، په نیولي او خپه کوونکي غږ یې په وېړه خوله ژړل او څادر یې هم له سترګو را روانو اوښکو ته ټینګ نیولی وو.

په غځېدونکې ژړا کې به یې کله کله شاوخوا وکتل، د کوټې له هغه سره تر دې سره به یې ټول ویده خلک یو یو له نظره تېر کړ، په ټولو کسانو کې یواځې ډېرو لږو کسانو خرهار نه کاوه نور د هر یوه خرهار ځانګړی حس کېده.

ځوان څادر سترګو ته ټینګ کړ او مخامخ په څادر یې مخ کړ او سر یې په ځمکه کېښود، کله کله به یې پورته وکتل او د پوزې د سړهار غږ به یې د ژړا غږ نور هم لوړ کړ، خو د هغه ژړا او د خلکو خرهار نور په منظمه سندره بدل شو.

آرامه آرامه د کړکیو تته رڼا په روښانه کېدو شوه، په کوټه کې ځای ځای ځینې خلک پورته شول، ساعتونو ته یې په ځیر ځیر کتل او له کوټې څخه بهر وتل، دوه درې کسان چې ووتل هغه هم پورته شو او له کوټې څخه وواته.

بهر ټینګه تیاره خپره وه، پخوا راوتلو کسانو هم سترګې موږلې او په وړاندې موټرونو کې ورک شول، څه شېبه وروسته د ګڼو موټرونو تر منځ د ولاړو څو موټرونو د چالانېدو غږ پورته شو، ځوان له کوټې څخه شاته را وګرځېده، د کوټې تر شا هم هېڅوک نه ښکارېدل، له کوټې چار چاپېره را وګرځېده، هېڅوک نه مالومېدل، ډېره شېبه هغې او دې خواته وګرځېده نور نو رڼا شوې هم وه، په وړاندې کوچنۍ غونډۍ له ناستو څو کسانو څخه یو یې د کوټې په لوري را ښکته شو، ځوان یې هم مخې ته ورغی، سړي پرې له لیرې غږ کړ

-         څه چل دی؟

-         ورور مې ورک دی

-         ښه هماغه بېګانی یې؟ ... خیر اوس ښايي پیدا شي صبر وکړه چې دا ټول خلک اودسونو ته را ووځي

د ځوان تته او ډب ژړا په زوره شوه، په ژړا کې یې وویل

- له څه نه چې ډارېدم هماغه وشول

مخامخ ولاړ سړي ورته ځیر ځیر وکتل او د کوټو په لور ترې روان شو، ځوان لالهانده شاوخوا وګرځېده او بیا یې له کوټې څخه راوتونکی هر کس په ځیر ځیر وڅاره، هېڅ یې هم آرامي نشوه راوستلای.

د خټینو کوټو له مخې یو یو موټر روانېده او له تنګي څخه په وتو وتو کې یې سره څراغونه خپ مالومېدل. ځوان سترګو ته دستمال نیولی وو او د هر موټر سپرلي یې له نظره تېروله، آرام آرام د خټینو کوټو تر مخې ولاړ ټول موټرونه وخوځېدل او د پخوانۍ ګڼې ګوڼې څرک هم نه لګېده.

ځوان هره کوټه په ځیر وکتله بیا یې مخ په بهر منډه کړه، شاوخوا په نږدې کې څوک نه ښکارېدل، پاس د وسله والو کسانو تر کوچنۍ کوټې پورې ورغی، په کوټه کې هم هماغه بېګانی کس وو، په درانه غږ یې وویل:

-         پیدا نشو؟

ځوان سترګو ته څادر جوخت کړ سر یې وخوځاوه له غونډۍ څخه یې ښکته منډه کړه په زوره یې نارې کړې

-         لعنت شه په تاسې...

د سړک په غاړه په لمدو خټو کې ارام کېناست او په چوپه دښته کې د خټینو کوټو وحشي انځور ته فکر یووړ.

خپل کور

+ نوشته شده در  Wed 3 Mar 2010ساعت 14:55  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

د شپې دوه بجې او د آسيا ستوري

نرم باد چلېده، د شپې سندره د کابل په واټونو کې زمزمه کېده او پيکه ګروفونو په غرونو کې د بند کابل په کاسه د تروږمۍ زړه مات کړى او نرۍ ساه يې پکې پو کړې وه. د شپې دوه بجې وې او په بام په پراته فرش اوږد غځېدلى وم، د خوښۍ احساس مې هان په رګونو کې ځغلېده، پاس مې ستورو ته کتل عجيبه کيسه يې کوله، تا به ويل چې خاندي او په تېرو څو کلونو کې زموږ د ليدنې او آشنايئ کيسه کوي.

سګرېټ مې خواته پراته وو لاس مې ور اوږد کړ او په ښکلې هوا کې مې يو سګرېټ دود کړ. کله به مې سترګې پټې کړې او په چرتونو کې به ډوب شوم او کله به مې سترګې لوڅې کړې او د سګرېټ کش او روښنايئ ته به مې وکتل. خو ستورو نه پرېښودم خداى زده کيسې يې رانه غوښتې…

د کندهار کسيه چې هلته هم د شپې په دوو بجو پروت وم او له ستورو سره مې خبرې کولې، هغوى به د خړ ښار چوپې او په تياره کې نغښتې بڼې ته اشاره وکړه او ما به هم په ښار نظر واچاوه، هلته هم چوپې او خوږې سندرې د بشر کيسه کوله او داسې به يې په خوند زمزمه کوله تا به ويل چې بشر ته يې د نيوکې ګوته نيولې او وايي چې ولې ولې او ولې… خو مابه يې ډېرو خبرو ته غوږ نه نيوه او د کندهار له فضا څخه به مې خوند اخيست.

هغه د اسلام آباد له لوړې ودانۍ څخه د اسلام آباد د اسمان د ستورو کيسه، هلته هم ستورو عجيبې خبرې کولې، کله به يې خندل او کله به يې د نري شمال په ژبه ويل چې ددې ځاى بشر هم تر موږ لاندې ژوند کوي او غورې کوي، ټول ښار په رڼا کې ډوب وو او د ستورو له رڼاوو يې مخونه پټ کړي وو.

د دوبۍ په آسمان کې هم ستورو خوله په خندا خلاصه کړې وه، آسمان څکو ودانيو خوله ورته پورته نيولې وه سپين رڼا ښار يې د ستورو رڼا ته څه ويلو اجازه نه ورکوله او ته وا د هغوى په خولو يې لاس نيولى خپلې سندرې يې ويلې، د ستورو کوچني ځنځير بيا لاس تر لاس نيولي وو او لاندې يې په لوړو لوړو ودانيو کې بشر ته اشارې کولې خو ته وا خوښ نه ايسي خپله ځلا يې هم له خلکو پټوله.

د تهران په آسمان کې هم د شپې په دوو بجو ستورو په خلاصه خوله خندل او له ډېرې مستۍ يې د سينه چاک نخرې کولې، هغوى هم لاندې د بشر ستړو منډو ته اشارې کولې، زه د تهران په پاس سر کې د آسمانڅکې ودانۍ په کړکۍ ورته ولاړ وم او له نري شمال سره مې غېږې نيولې.

په تاشکند کې هم د شپې په دوو بجو ستورو خپل اتڼ اچولى وو او په سترګک سترګک يې راسره روغبړ وکړ، ډېره شېبه مو يو بل ته وکتل لکه چې زړه يې راته تنګ شوى وي نن يې د بشر له حاله خبرې نه کولې يواځې مو خپل حالونه سره ويل، ناڅاپي مې د هغوى دې شوخۍ ته پام واوښت چې له خندا په ډکه خوله يې د پاسپورت غوښتنه کوله… ومې خندل…

سګرېټ ته مې فکر شو هاغه لومړى کش او نور همداسې پاتې شوى، ستورو ته مې وکتل لکه چې ګيله کوي چې ډېر ليرې سره تللي وو، هغوى بيا وخندل او ما هم خپل سګرېټ ته کش ورکړ، دود مې د کابل له هوا سره يو ځاى د ځيګر برخې برخې ته ريښې وغځولې او ما هم په ټول خوند د ستورو په لور پوپ کړ، له ستورو سره مې خداى پاماني وکړه سګرېټ مې هم غوځار کړ.

خو …

واى ريښتيا دوه څيزونه مې له ياده ووتل هغه دا چې يو مې له ستورو څخه د بشر کيسه وانه ورېده او بل مې په سګرېټ چرت خراب شو چې همداسې مې غورځار کړ..

اوس هم پښېمان يم

دادي تر اوسه پښېمانه يم په هغه سګرېټ کې څو کشونه نور هم وو...

کابل

+ نوشته شده در  Mon 8 Jun 2009ساعت 18:52  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

غار او کيسه

 

دوهم ليک

سلامونه، څنګه يې؟ نه پوهېږم بيا مې ولې زړه غواړي چې ليک وليکم، له بېګا راهيسې مې بيا په زړه ورېږې، خپه يمه خداى مکړه تېر ليک مې ځورولې نه يې، خو اوس په ټولو غمونو، دردونو او سرخوږيو پښه ږدم، په ډاګه وايم ښه يمه، خوشحاله يمه او ته هم باور وکړه…

ريښتيا ګيله دې کړې وه چې ولې خپه شوى يم، ليکلي دې وو( کيسې ليکه، کيسې ليکه، زما کيسې خوښيږي)، ګرانې پوه يم چې کيسې ستاهم خوښيږي، دلته درسره ژمنه کوم چې کيسې به ليکم او يواځې به يې تاته ليکم، که نورو لوستې لولي به يې، خو زه يې تاته ليکم، هو يواځې تاته…

تا ليکلي وو چې هغه ليکوال چې زما کيسې نه مني، ورته ووايم چې: انسان او د هغه تاريخ کيسه او کيسه هم د انسان تاريخ دى، دادي ورته وايم او ورته وبه وايم، خو هغه نور څه هم ويله، هغه ويل چې له پخوانيو کيسه ليکوالو که نور هېڅ زده نه کړو دومره زده کولاى شو چې پخوانيو څنګه ډوډۍ خوړله…

خو ريښتيا هغوى کيسې په کاغذونو ليکلې، د هغه تر خبرې زموږ پخواني ماته را ياد شول، چې کاغذ يې نه درلود، چا ورته د نوبل جايزه هم نده ورکړې او نه هم چا زما په څېر د کيسه ليکوالو په کتار کې راوستي دي، د هغوى کيسې ډېرې خوږې وې، ډېر ښه پيل يې درلود، د خندا وړ ده چې د لنډې کيسې په فورم يې ويلې خو کاش چې ليکلې يې واى، ښايي څوک پيدا شوي واى چې کومه جايزه يې ورکړې واى، ښايي د پيغام يې هم چېرته څرک لګېدلى واى.

ګيله خو لا لرمه، ګيلې مې نه خلاصيږي، خو دومره وايم چې کيسې نه ورکېږي، که ورکېدلاى زه به درته داسې کيسه وليکم چې بايد ورکه شوې واى، هغه د لوړو غرونو د لوړو تورو غارونو د خلکو کيسه چې په باراني ورځ د اور د لمبو تر خوا را ټول وو…

د ونو په شنو پاڼو د باران هر څاڅکى په تېزۍ لګېده او ښکته ترې اوبه څڅېدې، د باران غږ د غار له خولې لاندې په شنو او تورو تېږو په شرنګي تېرېده، د غار په منځ کې نرى دود له چټکو لمبو پورته کېده او ورسره د غوښې د کباب بوى شاوخوا نيولې وه.

غټ سړي چې پلته او خيرن ويښتيان يې په اوږو پراته وو، پېړه څرمن يې اغوستې وه، د غار په خوله کې ناست وو، او ښکته يې د غره لاندې دره کې د باران لاندې د اوښتونکو را اوښتونکو ونو سيل کاوه.

د اور خواته ناست ځوان په يوه غټه جينۍ چې سينه او ځنګنونه يې په کوچنيو ټوټو پټ کړي وو څنګ وهلى وو، خواته يې ناستې زړې ښځې په اور په نرو لښتو کې پېيلې غوښه په اور يوې او بلې خواته اړوله، ټول په واکمنه چوپتيا کې د اور لمبو ته ځير وو، او کله کله به يې د چاغ غټ سړي چې د غار په خوله کې يې ښکته په دره کې ښکار څاره خبرو ته غوږ ونيو، هغه غاړه تازه کړه او آرام يې وويل:

- د هغوى کيسه ډېره ورونکې ده…

څه شېبه چوپ وو بيا يې زياته کړه

- هغوى خلک را نيسي، زړه يې پرې باسي او هغه خپل خداى ته نذرانه کوي، سر او تنه يې خلکو ته ور اچوي…

له اور چارچاپېرو ناستو ښځو او ځوان يو بل ته وکتل، چاغ سړى هم د غار له خولې را پورته شو او په اور د اوښتونکې را اوښتونکې غوښې لښته يې را پورته کړه او په خوله يې دهغې پوچول پيل کړل.

لکه چې کيسه يې هيره شوې وي ډېره شېبه چوپ وو، وروسته يې وويل:

- په ښکته ځنګلونو کې هم جګړې زياتې شوې دي وايي منکرانو نوى مذهب راوړى…

په دودو تور شوى غار د چاغ سړي د خبرو له غوڅېدو وروسته چوپ وو، او يواځې به يې په غوښو شخوند واهه او خوند به يې اخيست.

باران زياتېده، تياره هم خپرېده، په غار کې ناست خلک په اور را نږدې کېدل او د چاغ سړي خبرې هم زياتې شوې، د غوښې وروستۍ لښته يې راپورته کړه خولې ته يې ونيوله او ويې ويل:

- کاش چې مشر ته ورغلي واى، ښايي نوې کيسه يې کړې واى…

تر دا نوې کيسې مې يې خبره دومره اوږده کړه، په لنډو به ووايم چې د هغه ليکوال چې ما ترې تاته ليکلي وو هغه خبره ځواب کړم چې پخوا هم خلکو نوې کيسې غوښتې، ډوډۍ خو يې تا وليدله چې څرنګه يې خوړله، نو زه به هم نوې کيسې ليکم، خير که چا پرې له دې امله خندل چې پيغام نلري، څه سر دې خوږوم ته به وخت نلرې، که ليک مې درته ورسيږي، غوسه به شې چې وخت دې نيسم…

ګيلې ډېرې دي، ته چې تللې يې دېخوا غمونو خوله لګولې او هره ورځ يو نه يو غم راځي، نور مې يې له ژونده زړه تور کړى، نور به درته بيا ليکمه، اوس دې په خداى سپارمه، خوښه او خوشحاله اوسې، ريښتيا! يو ځلې بيا وايمه، نور مې له ژونده زړه تور شوى.

خو …

مجبور يمه، څه وکړم؟ …

کابل

10.3.1388

+ نوشته شده در  Sat 6 Jun 2009ساعت 18:56  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

لومړى ليک

داستاني ليک

سلامونه، هيله ده ښه خوشحاله به يې، ګرانې زه هم ښه يم، روغ يمه، خوشحاله يمه …

ډېره زياته موده وشوه چې نه ليک، نه کوم احوال نه کوم خبر… نن مې زړه تنګ شو، سره له دې چې پوهېږم ليک مې درته نه رسېږي خو زه يې ليکم، خداى خبر که درته ورسېده؟

ريښتيا څو مې له ياده نه وي وتي وليکم چې، اوس هم کيسې ليکم، ستا خو ياد دي چې زما څومره کيسې خوښې وې او خپله مې هم څونې زياتې ليک کړې، اوس يې هم ليکم، وېب پاڼو ته ځي خپرېږي، مګر باور وکړه چې يې هېڅوک نه لولي، زياتره خو راځي ها خپل ليکلي لولي بېرته کړکۍ وتړي ځي، ځينې نور چې يې وهم لولي خوښيږي يې نه، او د (خوښه مې نشوه) نظر ورکړي. باور وکړه زړه مې درد کوي، هر څو چې غواړم ښه وليکم، نشمه ليکلاى، دا پرون هم يو ليکوال راته ويل: کيسې مه ليکه، ته پرې نه پوهېږې، ستا کيسې پيغام نلري، زه به درته څه وايم دا اوس مې هم سترګو کې اوښکې راځي. ستا خو په ياد دي چې طبيعت سره مې جنګ وو، ما به بله لار نه لرله، کيسه به مې ليکله او هلته مې ګيلې کولې، خو اوس خلک وايي کيسې مه ليکه پيغام نلري.

د لور خو مې ويلي وو چې ډېره ژاړي دا اوس هم ژاړي، کوټه سخته ګرمه ده، له کړکۍ نه د کابل د کوڅو بوى کوټې ته نېغه راځي، ګرمي نوره هم زياتېږي په لاسو کې مې د فرانز کافکا کتاب دى، کافکا د کلي ډاکټر داستان کې مخ په کلي ځي، اسونه يې هم ستړي دي، ناروغ هم ډېر ناروغ دى، همدا اوس يې اسونه د کوټې کړکۍ ته ګوري او ډاکټر د ناروغ له څنګ سره ولاړ دى، دلته زما کوټې ته نرى باد را ننوځي، سګرېټ مې ګوتو ته رانږدې کيږي… ريښتيا ډاکټر په بېړه له جونګړې وځي او په بګۍ کې په چټکۍ سپريږي، يخ هم دى او واوره وريږي، فرانز کافکا د خپلې کيسې په ډاکټر کې پټ شوى او په تياره کې له سترګو پناه شو.

نور به نو څه ليکم، وايي ګيله د کمزورو کار دى، زه درته ليکم، ستا له ليکو پرته به نور هېڅ نه ليکم، غواړم چې مړ شم څوک ونه وايي چې کيسه يې هېڅ په درد نه لګي، هغه ليکوال ويل ليو تولستوى هسې د جګړې او سولې ناول ليکلى، استاد شپون ته هم قاريږي، وايي خپلې خاطرې ليکي، وايي هېڅ په درد نه لګي، څوک ترې څه نه زده کوي، اوس زه هم نه پوهېږم، څنګه وليکم، هغه ليکوال ويل استاد غضنفر د خودکشۍ کيسې په ليکلو خلکو ته وويل چې خودکشي مه کوئ…

ريښتيا پوهېږم د هغه ځاى فضا د بياراتګ نده، ليک هم نه درځي سلام هم نه رسي، خو پوښتنه لرم، وليکم که نه زماګرانې، دلته اوس خلک نور څه غواړي، کيسې ته کليشه وايي، تکرار نه مني، د پخوانيو کيسې مزه نه ورکوي، زه غواړم له غوريانو وليکمه، د کروړ لمسى کيسې ته راولم پرې هند ونيسم، غواړم د هغه وخت توره راواخلم د خپل وخت د الوتکو او ټانګونو نندارچيانو ته يې وښيم او ووايم چې هغوى هم موږ غوندې وو…

ريښتيا دا هم نه ليکم، پيغام نلري، خلک به بيا څه وايي چې څه ګټه؟ ولې ليکې؟

زه نور هېڅ نه ليکم، کيسې مې نه لولي څوک، بل څه ليکلاى نشم، شعر مې برخه نده، سياست پيچلى شوى، فلسفې ته مې د سر ماغزه لږ دي بسنه نکړي، تاريخ مې ياد دى خو په درد نه لګي اوس وايي له نن وليکئ، رياضي او ټکنولوجۍ کې هم ماغزه ډېر په کار دي، خو نه پوهېږم…

اوس نه پوهېږم خو په پاى کې بيا وايم هيله ده خپه پرې نشې، هيله ده خوشحاله به يې او زه په پاى کې يو وار بيا ليکم چې ډېر ښه يمه، روغ يمه خوشحاله يمه

خو…

ته باور مه کوه

کابل

د ١٣٨٨ کال د غبرګولي دوهمه

+ نوشته شده در  Sat 30 May 2009ساعت 19:14  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

دمعدې تعجب

طنز

په ټول روغتون کې یې چیغې اورېدل کېدې .

مړ شوم ، مړ شوم هلۍ ولاړم له لاسه ووتم .
ډاکټر سپین کوټ اچولی وو تندی یې ګونځې نیولی او په بیړه بیړه یې کوټې ته ورغی . سر ته یې ودرېده او له ناروغ یې لا په زوره وویل :

څه بلاوهلی یې ؟ څه ټکې وهلی یې کرارې خبرې کوه .
د ناروغ شاوخوا کسانو هم ډاکټر ته ځیر ځیر وکتل او شونډې یې بوڅې کړې ، یوبل ته یې په سترګو کې وویل چې دا لاڅه بلاده ؟ !! .

ډاکټر یې سترګې پرانستلې او بتۍ یې ورواچوله بیا ترې شاته شو او دناروغ له څنګه ولاړو خلکو ته یې وویل :

تاسې ووځئ ، اوس هرڅه معلومیږي که عملیات شو هم شک یې نشته .
ناروغانو په یو غږ ترې وپوښتل .

نوڅنګه شوی دی ډاکټرصیب ؟
تر اوسه هیڅ هم ندي معلوم .
خلک ووتل ، ډاکټر ناروغ ته وکتل بیا یې له جیبه ږمنځ راوویستله او په هینداره کې یې ځان جوړ کړ ډیره شېبه خپلې قوارې ته ځیر وو بیا له ځانه سره موسک شو او ناروغ ته یې مخ راوګرځاوه .

ښه ګله څه درباندې شوي دي ؟
هیڅ نه پوهیږم چې څنګه شوم .
کوم ځای دې درد کوي ؟
ګېډه .
ولې ؟
نو زه څه پوهیږم چې ولې ؟
نو ته بد کوې چې نه پوهیږې چې ولې ؟ سړی په خپله معده نه پوهیږي چې ولې درد کوي ناپوهه احمقه . . . ښه تر دې تیر شه دا ووایه چې غرمه دې څه وخوړل ؟
غوښه .
څه ؟؟!! .
غوښه .
ښه ښه . لږ دې وخوړه که ډیره .
لږه ، ډیره مې ونه خوړله .
لکه څومره دې وخوړله .
لکه چې نور خلک یې خوري تر هغوی هم ډیره لږه .
نور خو به دې څه شی نه وي خوړلي ؟
نه نه .
داد څووم ځل خوراک وو چې نن دې خوړلی وو  ؟
ډاکټر صیب همدا مې لومړی ځل خوراک وو ، غوښه مې هم وروسته له ماشومتوبه په لومړي ځل وخوړله هغه هم کمه وه نه پوهیږم چې څه راباندې وشول .
ډاکټر  ډیره شېبه په فکر کې ولاړ وو ، د ناروغ خپل خپلوان بېرته کوټې ته راننوتل ،

ډاکټر صیب څنګه شوی دی ؟
ولا نه پوهیږم ما داسې ناروغي تر اوسه نه وه لیدلې .
هه !!!!!!!!!
ټول خلک حیران شول خولې یې وازې پاتې شوې ، نرسان راغلل او په چپرکټ یې اخته شول مشر ډاکټر هم کوټې ته راننوت . کاغذ او قلم یې په لاس کې وو او بل ډاکټر ته یې سترګې ونیوې .

ګزارش !
ښه صیب ، ناروغي معده ، فشار نورمال ....
مشر ډاکټر چې ټولې خبرې واورېدې حیران حیران یې وکتل بیا یې وویل :

ښه دا خبرې پرېږده ، نو بیادا ناروغي څه شی ده ولا ماخو داسې ناروغي تر اوسه نه وه لیدلې .
دواړو ډاکټرانو سترګې وجنګولې ډیره شیبه یوبل  ته ځیر وو هغه لومړي په زوره غږ کړل .

هه پوه شوم .
څه دي ؟
معدې یې تعجب کړی .

تهران ، ایران

+ نوشته شده در  Tue 14 Apr 2009ساعت 19:43  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

موږ د زړه وینې خوړې

 له مودو وروسته مي شعر وليكه ويي لولي...

 

موږ د زړه وینې خوړې

خو انقلاب مو پنځولی وو، وطن مو ساته

موږ د زړه وینې خوړې

خو د وختو  آبرو مو وساتله

موږ د زړه وینې خوړې

خو د بشر پت مو خوندي وساته

موږ د زړه وینې خوړې

له سترګو مو اغزي بادېدل

په زړه مو پولۍ د غمو وختلې

په سر مو تاړاکونه تېر شول

خو دا دایمان خاوره مو بچ ساتله

د شهیدانو نوم مو نه هیراوه

د غیرت ټغر مو نه ټولاوه

د غلیم جرات مو نه لوړاوه

هاو ...

موږ د زړه وینې خوړې

موږ د زړه وینې خوړې

...

خو اوس مو د پلرو شملې په خاورو موږي

په تاریخ مو خاورې اوړي، پرې ملنډې وهي

په شهیدانو باندې خاندي او پرې سترګې تړي

په تاریخ مو خاورې اړوي، تاریخ جوړوي

سپین مو نه مني له تور مخو قهرمان جوړوي

خپل مو نه مني پردو پسې په ځغاستو ستړي

خدایه بیا د وخت آبرو ته سپکې کېږي

کله کله فکر را پیدا شي

ښايي په زړه کې پاتې وینې هم راباندې وڅښي

خو بیا هم نه پوهېږم...

بیا به لیکو

له څو انقلابونو وروسته

بیا به لیکو

موږ د زړه وینې خوړې

خو انقلاب مو پنځولی وو، وطن مو ساته

موږ د وختو آبرو ساتله

موږ بشر وساته

هاو ...

موږ د زړه وینې خوړې

موږ له وختو څخه ربړونه ګالل

چې دا وطن یو څه آرام شي

او ګردونه شي له غرونو پورته

هاو...

موږ د زړه وینې خوړې ...

+ نوشته شده در  Wed 25 Mar 2009ساعت 19:41  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

+ نوشته شده در  Wed 18 Mar 2009ساعت 12:43  توسط عبدالله الهام جمالزی  |